کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د اشغالګرو اسراییلو له لوری پر یوې مدرسې د خونړی برید په غبرګون کې غوښتنه کړې، چې د غزه کې د نسل وژنې د مخنیوی لپاره باید د غاصب رژیم پر وړاندې سیمه ییز او نړیوال اقدامات ترسره شی.
بهرنیو چارو وزارت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره د غزې تړانګې په مرکز الدرج سیمه کې د فلسطینی مهاجرینو په ښوونځی باندې د غاصب صهیونیستی رژیم وحشیانه برید چې په پایله کې یې تر سلو زیات کسان شهیدان او په لسګونو بې دفاع فلسطینیان ټپیان شول، په کلکو ټکو وغنده.
اشغالګرو اسراییلو له لوری دغه خونړی برید پرون سهار په هغې مدرسې وشو، چې له جګړې څخه بې ځایه شویو په کې پناه اخیستې وه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ