کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې دا شمېر کډوال له ترکیې، پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په دې موده کې ټول یو میلیون ۷۷۹ زره او ۶۳۰ افغان کډوال هېواد ته راګرځېدلي دي.
کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د تېر کال د لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، تېر یو کال کې یې ۹۶ زره ۲۹۳ کورنۍ تر خپلو اصلي مېنو رسولې دي.
د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال ویلي، همدې موده کې ۵ زره ۷۶۶ افغان کډوال د ترکیې او پاکستان له زندانونو هم آزاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي.
نوموړي دغه راز هېواد ته د هغو ۴ زره افغان کډوالو د راګرځولو یادونه هم کړې، چې په خبره یې ایرن کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/