د سوداګرۍ او صنعت وزارت د پانګوالو او سوداګرو لپاره د آسانتیاوو برابرولو په موخه غونډه کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزی په مشرۍ د بېرته راستنېدونکو سوداګرو او صنعت کارانو د تنظیم او د هغوی لپاره د آسانتیاوو د برابرولو لپاره پرون یک شنبه د زمری په ۲۱ مه غونډه جوړه شوه.

د دغه وزارت د مسؤلینو د خبرو له مخې په دغه غونډه کې د کاری کمیټې د کړنلارې په اړه او د کمیټې له اړخه د بېرته راګرځیدونکو سوداګرو او صنعت کارانو د شمېرې د کره کولو په اړه بحث شوی.

همدارنګه ویل شوی دی چې د دغې ناستې په وروستۍ برخه کې د دریو تنو بېرته را ستنو شویو صنعت کارانو اسناد و ارزول شول چې په پای کې د یادو دریو تنو سوداګرو اړوند اسناد د کمیټې د غړیو له خوا ومنل شول او د تایید لپاره د مهاجرو شکایتونو ته د رسېدنې اړوند کمیسیون ته راجع شول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.