کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له کروندګرو د اضافی غنمو د پېرلو او ذخیره کولو په موخه د یوې کمېټې له جوړولو خبر ورکړی.
د دغه وزارت د ویاند په وینا دغه کمېټه د سرپرست حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې جوړه شوې او یاده کمېټه به له کروندګرو اضافی غنم وپېری او د اړتیا پر وخت او یا هم د غنمو او اوړو د بیو له لوړېدو د مخنیوی لپاره د هېواد بازارونو ته وړاندې شی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایی، د کروندګرو د اضافی غنمو په ذخیره کولو او د اړتیا پرمهال بازارونو ته په وړاندې کولو سره به یې د بیو له لوړېدو مخنیوی وشی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ