راتلونکې درې ورځې کې په یو شمېر ولایاتو کې د اورښتونو خبر ورکړل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو د هېواد په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو او په سیندونو کې د اوبو کچې د لوړېدو خبر ورکړی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، د دوشنبې، سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې د باران او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

خبر پاڼه زیاتوی، په دې ورځو کې په کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې هم د سېلابونو او د اوبو زیاتوالی اټکل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت د یادو سیندونو پر غاړو له اوسېدوونکی غوښتی، چې د سېلابونو پر مهال خپل ځانونه او ماشومان خوندی کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.