ایران د بې‌ اسناده بهرنیو اتباعو لپاره د کال تر پایه د وتلو ضرب الأجل ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د پوله‌ ساتو ځواکونو قوماندان یو ځل بیا خبر داری ورکړی، چې بې‌ اسناده بهرنی اتباع دې د ۱۴۰۳ کال تر پایه له دغه هېواده ووځی.

د ایران د پوله‌ ساتو ځواکونو قوماندان احمدعلی ګودرزی په یوې خبری ناسته کې ټینګار کړی، چې د روان کال تر پایه د بې اسناده کډوالو د شړلو پالیسی د اجنډا په سر کې ده.

نوموړی ویلی، چې دا خلک له ډېر وخت راهیسې د دغه هېواد له اسانتیاوو ګټه اخلی، خو اوس یې وخت دی چې له هېواده یې ووځی.

تېره اوونۍ ایرانی ساتونکو یو افغان چې د اورېدلو ستونزه یې لرله راڅملولی، یوه یې لاسونه او پښې نیولی او بل ورته پر غاړه ګونډه وهلې ده چې په خواله رسنیو کې دې ویډیو د ګڼ شمېر افغانانو غبرګونونه هم را پارولی وو.

ایرانی چارواکی د “غیر مجاز وګړو” اصطلاح هغو افغان کډوالو ته کاروی، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانونی اسناد نه لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.