ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومی ۲۲مه) ډیپلوماټ ورځپاڼې په یوه تحلیل کې لیکلی دی، د افغانستان د تېرو حکومتونو په څېر د دغه هېواد نوی حکومت هم د ډیورنډ فرضی کرښې له منلو ډډه کوی چې دا مسئله به د پاکستان اندېښنې لا پسې ډېرې کړی.
سرچینه کاږی د فرضی کرښې دواړو لورو ته پراته قومونه به هم د دغه داعیې په ملاتړ را پاڅې او تر څنګ یې پاکستانی طالبان چې له افغان لوری سره خواخوږی لری کولی شی پاکستان ته په ستر درد سر بدل شی.
ډیپلوماټ دغه راز وایی افغان لوری په وروستی اقدام کې د پاکستان اغزن سیم ټول کړی او په دوو جلا برخو کې تاوتریخوالی هم رامنځ ته شوی دی.
دا تحلیلونه داسې مهال کېږی چې د افغانستان نوی حکومت د هېواد له خاورې د ساتنې ژمنه کړې ده او زیاتوی هېچا ته حق نه ورکوی چې پر افغانانو خپلې پرېکړې وتپی او یا د ولسونو غوښتنې پر خلاف ګام اوچت کړی.
گهیځ