کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیرانو، له یوه ازبکستاني او یوه افغان سوداګر سره چې په روسیه کې فعالیت لري، لیدنه کړې.
د خبر پر بنسټ په دې لیدنه کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او په تېره بیا د افغانستان د تازه مېوو د معیاري پروسېس او بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې ته د صادرولو په تړاو خبرې شوي.
په ورته مهال دغو سوداګرو ته ډاډ ورکړل شوی، چې د روسیې بازارونو ته د هېواد د کرنیزو محصولاتو او تازه مېوو رسولو لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/