کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لغمان دولت شاه ولسوالۍ کې د فراشغان درې د کارک سیمې خلکو د وروستیو اورښتونو له امله د ویجاړو شویو سړکونو د بیارغولو په هدف اشر پیل کړی.
د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ فراشغان درې د کارک سیمې اوسېدونکو د یو عمومی اشر له لارې د خپل کلی د سېلابونو له امله د وېجاړ شوی څه باندې ۵ کیلومټره سړک د بیارغولو چارې پیل کړې دی.
د یادونې وړ ده، چې په راتلونکو ورځو کې به د دولت شاه ولسوالۍ اړوند د دهن وزیر، میدان وزیر، پسکام، قلعه نو او سرخنو کلیو ویجاړ شوی سړکونه هم ورغول شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ