کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت د اقتصادی مرستیال په مشرۍ د اقتصادی کمېسیون په نوبتی غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملی آرشیف د عوایدو د زیاتوالی طرحه د دغه کمېسیون د تخنیکی کمېټې له لوری د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره تایید شوې.
د خبر پر بنسټ دغه طرحه کې یاد وزارت ته سپارښتنه شوې، چې ملی آرشیف ته د خلکو د راجلبولو په موخه په اعلاناتو او تشویقی پروګرامونو او همدارنګه لیدونکو او متقاضیانو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې جدی کار وکړی.
په دې غونډه کې همدرانګه د کارګرانو ملی اتحادیې د جایدادونو د برخلیک، د دغه اتحادیې د اساسنامې پر تعدیل او د مدیره هیئت پر ټاکنه، د سنایی غزنوی ښارګوټی د پاتې چارو پر پیل او د یوشمېر نورو موضوعاتو د تعقیبی راپورونو په اړه خبرې شوې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ