کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP خبر ورکړی، چې امریکا او بریتانیا له افغانستان سره څه باندې ۳۳۰ میلیونه ډالره مرسته کړې.
تر دې څه موده وړاندې دغې ادارې په افغانستان کې د مرستو د سخت کمښت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
دوی په دوو جلا بیانونو کې ویلی، چې امریکا په افغانستان کې د خوارځواکۍ او ژوند ژغورونکو برخو لپاره له دغه هېواد سره ۲۸۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې.
بل لور د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، بریتانیا هم د بېړنیو پروګرامونو لپاره له ۵۰ میلیون ډالرو ډېره مرسته کړې.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، دا مرستې به له ۴.۲ میلیون څخه زیاتو خلکو ته خوراکی توکی، شپږ نیم لکه ماشومانو او له نیم میلیون څخه زیاتو خوارځواکو میندو ته طبی خدمات او خواړه چمتو کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ