د افغان ټرانس پټلۍ د جوړېدو په اړه لومړنۍ هوکړې وشوه

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې استانا ټایمز ورځپاڼې د پاکستان او قزاقستان ترمنځ د افغان ټرانس پټلۍ د جوړېدو لپاره د لومړنۍ هوکړې خبر ورکړی.

د دې ورځپاڼې په وینا په پام کې ده چې د ۴،۸ میلیارد ډالرو په لګښت له شمالی ترمذ تر کابل او بیا کوهاټ پورې ۵۷۳ کیلومتره پټلۍ جوړه شی.

د استانا ټایمز د راپور پر اساس د دې پلان اصلی موخه د افغانستان او پاکستان له لارې د خلیج په اوږدو کې د منځنۍ آسیا او عربی هېوادونو ترمنځ د اړیکو کرښې غځول دی.

د دې ورځپاڼې په وینا دا لار د قزاقستان په شمال ختیځ کې له یوې سیمې پیلیږی او له افغانستان او پاکستان تر تېرېدو وروسته د سمندر له لارې د متحده عربی اماراتو جبل علی بندر ته رسیږی.

پر دې لار د ازبکستان له ترمذ د افغانستان له لارې د پاکستان د کوهاټ تر غرونو د اورګاډی پټلۍ نشته، خو په منځنۍ آسیا او پاکستان کې پاتې برخه یې پټلۍ لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.