کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په ترکمنستان کې د ټاپی پروژې مشر محمدمراد امانوف د دې پروژې د چارو د پرمختګ لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې.
د اذربایجان ټرېنډ خبری آژانس راپور ورکړی، چې امانوف دا څرګندونې په افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر حجه اوزوف سره یوځای د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کابل کې د یوې کتنې پرمهال کړې دی.
د خبر پر بنسټ سرپرست وزیر په دې کتنه کې ویلی، چې د ټاپی د چارو پرمختګ د دوی د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.
امانوف وایی، د ټاپی د نل لیکې د رغونې چارې د ترکمنستان له لوری د افغانستان تر سرحده پورې رسېدلی او د افغانستان په قلمرو کې د دې پروژې د پیل لپاره تیارۍ نیول شوې دی.
د ټاپی لویه نل لیکه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ