اقتصاد وزارت وایی، افغانستان د اوسپنې د تولید برخه کې پر ځان بسیا شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اقتصاد وزارت ویلی، چې افغانستان اوس‌ مهال د اوسپنې تولید په برخه کې پر ځان بسیا شوی او دې ته اړتیا نشته، چې نور له سیمې او نړۍ څخه افغانستان ته اوسپنیز توکی راوارېد شی.

د څرخی پله په صنعتی پارک کې د اوسپنې تولید د یو شمېر کارخونو مسوولین وایی، د اوسپنیزو توکو تولید په برخه کې یې د کورنی بازار اړتیاوې پوره کړی او په نږدې راتلونکی کې به ترکمنستان هېواد ته د ګول سیخ صادرات پیل کړی.

په ورته وخت کې د افغانستان د اوسپنې ویلی کېدو ټولنه وایی، د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره د اوسپنې سکټور ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شوی او په لویو پروژو کې له کورنیو تولیداتو ګټه اخیستنه زیاته شوې ده.

د افغانستان د اوسپنې ویلی کېدو ټولنې د معلوماتو له مخې اوسمهال د ټول هېواد په کچه ۴۳ د اوسپنې تولید کارخونې فعالیت کوی، چې نږدې ۵۰ زره کسان په کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.