کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیان والی ویلی، چې د بامیان – دوشی ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا مزی د غځولو چارې به تر درې کلن ځنډ وروسته ډېر ژر پیل شی.
د بامیانو والی زیاته کړې، تازه د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ورسره ژمنه کړې، چې د بامیان – دوشی ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزی غځولو چارې به ډېر ژر پیل کړی. د بامیان – دوشی ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزی چې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد وړتیا لری، د غځولو چارې یې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې پیل شوې او په پام کې وه چې د دوو کلونو په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شی، خو د سرپرست حکومت له بیاځلې واکمنېدو سره یې چارې چې ۷۰ سلنه پر مخ تللې وې، وځنډېدې.
بامیان د اوو ولسوالیو لرلو سره د هېواد د مرکزی ولایتونو له ډلې یو ولایت دی، چې ۹۰ سلنه کورنۍ په کې له برېښنا بې برخې دی او ډېری دا کورنۍ له لمریزې برېښنا خپلې اړتیاوې پوره کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ