کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ ویلی، په افغانستان کې د اقلیمی بدلون له امله زیانمن شوی خلک لا زیاتو مرستو ته اړتیا لری.
د UNHCR ادارې دې ته په اشارې چې افغانستان د اقلیمی بدلون له سترو زیانګالو هېوادونو دی ویلی، د دې بدلونونو له امله اغېزمن شوی افغانان لا زیاتو مرستو ته اړتیا لری.
یادې ادارې نن پر خپلې ایکسپاڼې په یوه بیان کې ویلی، وروستیو سېلابونو او سختو بادونو خلکو ته درانه زیانونه اړولی او زیانمن شوی کسان خېمو، سرپنا ملاتړ، روغتیایی خدمتونو او روانی مشورو ته اړتیا لری.
دغې ادارې همدا راز زیاته کړې، چې افغانستان د اقلیمی بدلون له زیانونو سره مخ دی، چې په ترڅ کې یې سېلابونه، طوفانونه او وچکالۍ رامنځته کیږی.
په همدې حال کې یو شمېر سېلاب ځپلی د مرستو د نه رسېدو له امله د خپل سخت ژوند څخه سرونه ټکوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ