هېواد کې د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن چارې اسانه شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت وایی، د دې وزارت د سیسټم جوړونې ریاست لخوا د مخابراتی خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا د سیمکارتونو د ثبت او راجستر پروسې د ښه مدیریت لپاره پرمختللی سیسټم جوړ کړی دی.

یاد وزارت زیاتوی، چې ټول مخابراتی شرکتونه د سیمکارتونو د ثبت او راجسترېشن پرمهال د پېرودونکی د پېژندپاڼې تاییدی د یاد سیسټم له لارې د احصایې ملی ادارې څخه تر لاسه کوی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دې سیسټم له فعالېدو سره اوس هېڅوک نه شی کولی، په جعلی پېژندپاڼو سیمکارت ترلاسه او ثبت یې کړی.

اوسمهال هېواد کې ۲۵ میلیونه سیمکارتونه فعاله دی، چې لس میلیونه سیمکارټونه د الکټرونیکی پېژندپاڼو پر اساس ثبت شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.