کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزې د ملکی تلفاتو ادارې خبر ورکړی، غزه کې د ۳۱۷ ورځنۍ جګړې له امله لا هم ۱۰ زره فلسطینیان د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې دی.
د دغې ادارې د خبر له مخې، غزه کې د روانې جګړې له پیله تر ۴۰ زره زیاتو شهیدانو له ډلې۱۷۶۰ داسې شهیدان دی، چې قبرونه یې هم معلوم نه دی.
د خبر له مخې لا هم د شهیدانو له ډلې ۷ زره یې داسې دی، چې خاورو ته نه دی سپارل شوی او اشغالګر یې د تدفین اجازه نه ورکوی.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهېسې غزه کې د اشغالګرو اسراییلو بریدونو کې تر ۴۰ زرو زیات فلسطینیان شهیدان شوی، ۱۰ زره نادرکه او ۹۲ زره ۶۰۹ تنه نور ټپیان شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ