غزنی کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ درې تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزنی سیمه ییزو چارواکو ویلی، چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ درې غړو ژوند بایللی او درې نور ټپیان دی.

دغه سېلابونه تېره شپه د غزنی په ده یک ولسوالۍ کې راوتلی او د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته یې ستر مالی زیانونه هم اړولی دی.

د غزنی د عامې روغتیا رییس ویلی، تېره شپه د ده یک ولسوالۍ د شیربز په کلی کې سخت سیلابونه راوتلی، چې له امله یې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ درې غړی مړه شوی او د یوې ښځې او دوو نارینه وو په ګډون درې تنه ټپیان شوی دی.

دغه سېلابونو د یاد شوی کلی لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې ده.

ویل کیږی چې د دغې پیښې قربانیان ټول په یوه سراچه ډوله موټر کې سپاره وو او تېره شپه له دغه کلی څخه د تېریدو په حال کې وو چې د سیلاب له امله ډوب شول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.