کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې الجزیرې ټلوېزیون راپور ورکړی، چې د حمـ ـاس سیاسی دفتر مشر یـ.ـحیی سـ.ـنوار غزه کې د جګړې د پای او اوربند لپاره د امریکا هغه وړاندیز رد کړ، چې د اوربند لپاره یې ورته کړی.
الجزیرې زیاته کړې، چې حمـ ـاس د اوربند لپاره د امریکا هغه وړاندیز په کلکه رد کړی، چې د فلسطین خاوره په کې بایلل کیږی.
حـمـ ـاس په خپله ویبپاڼه ویلی، غزه کې د اوربند لپاره د اشغالګرو اسراییلو شرطونو ته ځای ورکړل شوی، خو د حمـ ـاس شرطونه له پامه غورځول شوی.
د حمـ ـاس په بیانیه کې راغلی، اوربند هغه وخت ممکن دی، چې اشغالګر اسراییل د غزې له خاورې په بشپړه توګه ووځی.
بیانیه کې زیاته شوې، حمـ ـاس پر خپلو اصولو ولاړ دی او د خپلې خاورې د ساتنې لپاره کلک دریځ لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ