کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حمـ. ـاس جهادی غورځنګ پوځی څانګې القـ ـسـ. ـام د اسراییلو صهیونستی رژیم ته د استـ ـشهـ ـادی بـ ـریدونو د پیل خبر ورکړ.
القـ ـسـ ـام ډلې بالفعل د فلسطین د مقاومت د یو بلې څانګې سرایا القدس سره په ګډه پرون په تل ابیب ښار کې د ترسره شوی اسـ ـتشـ ـهادی برید مسوولیت په غاړه واخیست.
یاد برید چې د اسراییلی اشغالګر رژیم په پلازمېنې تل ابیب ښار کې ترسره شو، څو تنو اسراییلو وګړو ته یې مرګ – ژوبله واړوله او اسراییلو کې یې بېړنی حالت اعلان کړ.
دا په غزه کې د روان ناورین د پیل راهیسې لومړی اسـ ـتشـ ـهادی برید دی، چې په اسراییلو ترسره کیږی.
د القـ ـسـ ـام ډلې او په ټوله کې حمـ ـاس جهادی غورځنګ اسراییلو ته ګواښ کړی، چې که روان وحشتونه او هدفی وژنو ته دوام ورکړی، نو دوی به په اشغال شویو سیمو کې خپلو دغه ډول اسـ ـتشـ ـهادی بریدونو ته دوام ورکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ