د روانې اونۍ په سر کې په کابل کې د ازبکستان جمهوریت سوداګریز پلاوی او د دغه هېواد لومړی وزیر “عبدالله عارف اوف” په حضور کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او تجارت وزارت ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې گڼ تړونونه لاسلیک شول.همدارنگه په کابل کې د ازبکستان هېواد د لومړی وزیر او افغان چارواکو له خوا د ازبکستان هېواد د محصولاتو او تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شو چې د نندارتون او افغان-ازبک پلاویو تر ګډو غونډو او ناستو وروسته، وویل شول چې ازبکستان به دلته د دوه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه کوی. چې دا ټولې خبرې او تړونونه د دواړو لوریو لپاره مهم او حیاتی ارزښت لری.
په ټوله کې افغانستان ته په اوسنیو حالاتو کې د منځنۍ آسیا له هغه جمهوریتونو سره چې ورسره ګډه پوله لری، د سوداګریزې راکړې ورکړې او ښو اړیکو پراختیا مهم ګام دی چې کولای شی د افغانستان لپاره ښه او له بریا ډک پیغام ولری.
دا ډول سوداګریزه راکړه ورکړه که یوې خواته د سیمی او ګاونډ له ملکونو سره زمونږ سوداګریزې او اقتصادی اړیکې پراخوی، بل اړخ ته د افغانستان په ګاونډ کې پر ځیو نورو هېوادونو لکه پاکستان او ایران زمونږ سوداګریزه اتکا هم راکمولای شی چې هره ورځ او په هره بهانه کله ګډ سرحد زمونږ د سوداګریزو توکیو پرمخ تړی او کله بیا د بېلابېلو بهانو په کارولو سره پر افغانی محصولاتو او صادراتی توکیو ګمرګی تعرفه لوړوی.
کابل ته د ازبکستان د لومړی وزیر وروستی سفر او دلته د افغانستان د دولت او ملی سوداګرو سره د دوی ناستې او غونډې او په پای کې هم د ګڼو تړونونو او هوکړه لیکونو لاسلیک په طبیعی توګه د افغانستان د راتلونکې لپاره ښه زیری لری او په ډاګه کوی چې دا ډول سوداګریزې اړیکې که نور هېڅ هم ونکړی، زمونږ پر دوو شریرو ګاونډیانو زمونږ سوداګریزه تکیه کموی او د سیمی او نړۍ نورو نویو بازارونو ته د افغان سوداګرو لاسرسی زیاتولای شی چې دا په خپله د افغانستان په سوداګریز او اقتصادی ډګر کې لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږی.
پدې کې شک نشته چې د منځنۍ آسیا دغه درېو هېوادونو، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له افغانستان سره ګډه پوله لری او د پخوانی شوروی اتحاد څخه تر راجلا کېدو او د مستقلو جمهوریتونو په توګه تر را ټوکېدو وروسته یې د افغانستان لپاره زیات اهمیت پیداکړی دی او د سوداګرۍ او ګډې راکړې ورکړې له اړخه هم افغان سوداګرو ته د زیات اهمیت درلودونکی دی.
له افغانستان سره د دغه هېوادو اقتصادی او سوداګریزې اړیکې زمونږ غوندې موقعیت درلودونکی هېواد ته خورا اهمیت درلودای شی چې متأسفانه په تېرو دوه پرله پسې لسیزو کې د هېواد پر هر تور او سپین باندې حاکمې امریکا له روسیې سره د خپل رقابت په پار، اجازه نه ورکوله تر څو له افغانستان سره د دې هېوادونو د اړیکو د سمې پراختیا ته جدی پاملرنه وشی او دغه هېوادو هم دلته د امریکایی ځواکونو د موجوودیت او د دې هېواد په هر ګوټ کې د امریکا پر خلاف د جګړې له امله، له دغه هېواد سره د خپلو سوداګریزو او اقتصادی اړیکو پراختیا ته زړه نه ښه کولو.
دې ټولو ته په کتو سره پدې وروستیو کې د منځنۍ آسیا له دوه ګاونډیو هېوادو ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان د اقتصادی او سوداګریزې راکړې ورکړې او اقتصادی اړیکو پراختیا هغه ضروری ګام دی چې باید زمونږ چارواکی له هره اړخه د هغې قدر و پېژنی، د پراختیا هڅه یې وکړی او هغه مافیایی کړیو ته چې تل یې د افغانستان سوداګری او اقتصاد په خپلو منګولو کې نیولی، اجازه ورنکړی چې د دې اړیکو د خرابېدو هڅه وکړی.
کابل ته د ازبکستان هېواد د لومړی وزیر “عبدالله عارف اوف” وروستی سفر او دلته نوموړی ته تود هرکلی او بیا د هوکړه لیکونو او تړونونو لاسلیک دا وښوده چې پر ترکمنستان سربېره د منځنۍ آسیا دا هېواد هم غواړی له افغانانو سره ښې اړیکې ولری او د خبری سرچینو په حواله د ازبکستان د لومړی وزیر له قوله دا هم ویل شوی چې دواړه هېوادونه به خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې بېرته د سفیرانو کچې ته لوړوی، چې د اړیکو دغه پراختیا طبعاً پر نورو برخو سربېره پر اقتصادی او سوداګریزه راکړه ورکړه هم اغېز درلودای شی او پدې توګه به یوې خواته د افغانستان اقتصاد او سوداګری وده وکړی او بل خوا به د افغانستان بازارونه یوازې د دوه ګاونډیانو له انحصار څخه خلاص شی.
دې ټولو ته په کتو کابل ته د ازبکستان د لومړی وزیر روستی سفر او د ازبکستان له هېواد سره د افغانستان د ډیپلوماتیکو او سوداګریزو اړیکو پراختیا په اوسنیو شرایطو کې یو ښه زیری او ښه پرمختګ دی چې باید سمه ګټه ترې پورته شی او که چېرې د منځنۍ آسیا له درېیم ګاونډی تاجکستان سره هم، همدا ډول سوداګریزې اړیکې او راکړه ورکړه پیل شی، پرته له شکه چې له ګټې به خالی نه وی. “والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ