کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاسپورټ عمومی ریاست ویلی، چې د پاسپورټ د پیسو د ورکړې په موخه یې له خصوصی بانکونو سره خبرې کړی.
د دغه ریاست مسوولینو ویلی، هڅه کوی چې د پاسپورټونو د وېش په دریو نویو مرکزونو کې د ملی بانک څانګې جوړې کړی.
که څه هم چې په تېره یوه نیمه میاشت کې د پاسپورټ د وېش بهیر چټک شوی، خو د پاسپورت ځینی غوښتونکی د پاسپورټ د پیسو د سپارلو لپاره د بانکی استازولیو د زیاتېدو غوښتنه کوی.
د پاسپورت ریاست په وینا، تېرو شلو ورځو کې په ټول هېواد کې ۱۸۰ زره کسانو ته پاسپورتونه ورکړل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ