کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار په اوومې ناحیې غوچکو او د سره رود ولسوالۍ په چمتلې ښارګوټی کې د شدید باران له امله سېلابونه راوتلی وو.
د لومړنیو اطلاعاتو له مخې د دغو سېلابونو له امله لسګونه کورونه او دوکانونه زیانمن شوی دی.
د دغه سېلابونو د مخنیوی او د خلکو د ژغورلو لپاره تېره شپه تر ناوخته د ښاروالۍ کارکوونکی، امنیتی مسوولین، د عامې روغتیا ریاست اړوندو ټیمونو او سرې میاشتې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې پرسونل سره په ګډه د خلکو د ژغورلو هڅې پیل کړې وې.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویلی، چې حوزوی روغتون ته دوه تنه ماشومان ټپیان ور وړل شوی چې یوه ترې ژوند بایللی دی.
د دغو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو کره شمېرې په اړه رسمی سرچینو تر اوسه څه نه دی ویلی، خو د ځایی سرچینو په وینا خلکو ته درانه مالی زیانونه اوښتی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ