کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزی ویاند ذبـ ـیح الله مـ ـجاهد ویلی، د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی د افغانستان د وضعیت په تړاو نړۍ ته ناسم معلومات ورکول، چې له همدې امله نوموړی باندې افغانستان ته په راتګ ممنوعیت ولګېد.
د مجـ ـاهد په وینا هغه د افغانستان پر ضد تبلیغاتو ته ګومارل شوی و، چې تل به یې د اوسنی نظام پر ضد تبلیغات کول او له وړې موضوع به یې لویه خبره جوړه کړه.
د دې بندیز له مخې به نور نوموړی اجازه ونه لری، چې د بشری حقونو په تړاو د راپورونو برابرولو لپاره افغانستان ته راشی.
تر اوسه پورې د افغان حکومت د دې بندیز په تړاو خپله ریچارډ بنېت او یا د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا څه نه دی ویلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ