ګهیځ: نن شنبه (د مرغومی ۲۵مه) د افغانستان اسلامی امارت د ترکمنستان له حکومتی چارواکو سره دغه هېواد ته د تللی افغان پلاوی خبرې ګټورې بولی.
د اسلامی امارت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد بېګاه رسنیو ته ویلی، د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقی په مشرۍ له کابله عشق اباد ته تللی پلاوی د ترکمنستان چارواکو سره په بېلابېلو برخو، په تېره په اقتصادی برخه کې ګټورې خبرې وکړې چې د ده په وینا دا به د راتلونکو ګامونو لپاره لاره هواره کړی.
مجاهد زیاته کړه: “د افغانستان اسلامی امارت ژمنه ښودلې چې په افغانستان کې د ترکمنستان د اقتصادی پروژو لپاره زمینه مساعده ده او موږ یې ملاتړ کوو. دوی ته مو ډاډ هم ورکړی او همدا راز پر لارو چارو یې هم بحث شوی دی.”
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت روانه اوونۍ پر ټویټر لیکلی و چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیا وفا حاجییف په هرات کې له خپل افغان سیال شېر محمدعباس ستانکزی سره په کتنه کې ویلی و چې هېواد یې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د نل لیکې یا ټاپی د رغونې کار د سږنی کال په سېپټمبر میاشت کې پیلوی.
د ټاپی د رغونې چارې د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ میاشت کې په رسمی ډول پرانېستل شوې خو د دې پروژې تطبیق د امنیتی ګواښونو له کبله تراوسه ځنډېدلی دی.
گهیځ