د روسیې د بشری مرستو ۶مه جوپه کندهار ته ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې پرون د روسیې د بشری مرستو شپږمه جوپه د کندهار احمدشاه بابا هوایی ډګر ته را رسېدلې ده.

د خبر پر بنسټ په دغو مرستو کې ۲۵ ټنه لومړنی خوراکی توکی شامل دی.

د چارواکو په خبره دا مرستې به په افغانستان کې د بېلابېلو ناورینونو له قربانیانو سره ترسره شی.

دغه مرستې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په حکم د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت د الوتکې په وسیله افغانستان ته را رسېدلې دی.

روسیې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې افغانستان ته د خوراکی او لومړنیو اړتیاوو په ګډون ۲۱ ټنه بشری مرستې استولې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.