کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات صنایعو او کانونو خونې مسوولینو ویلی، چې د ایران وارداتی برېښنا په پرې کېدو او کمېدو سره د دغه ولایت د صنعتی ښارګوټی تولیدات ۸۰ سلنه کم شوی دی.
د دې خونې د مسوولینو په وینا د برېښنا نشتون له امله ډېری تولیدی کارخونې له فعالیته لوېدلی.
اخوا د هرات د برېښنار ریاست هم منی، چې ایران هېواد دغه ولایت ته وارداتی برېښنا کمه کړې او کله ناکله ان په بشپړ ډول پرې کیږی.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې ویلی، د هرات صنعتی ښارګوټی کې څه د پاسه ۸۰۰ تولیدی کارخونې فعالیت کوی، چې د برېښنا په پرېکېدو سره ۸۰ سلنه کارخونې له فعالیته لوېدلې دی.
د دې خونې د شمېرو له مخې د صنعتی کارخونو د فعالیتونو په ځنډېدو سره نږدې ۵۰ زره کارکوونکی هم وزګار شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ