ترکیه له افغانستان سره د کرنې برخه کې همکاری کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره د کتنې پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاریو خبرې کړی.

په دې کتنه کې د کرنې سرپرست وزیر د تازه مېوو د معیاری وچولو، د لبنیاتو او حیوانی غوښې د تولید زیاتوالی، د څاڅکو اوبو لګولو سېستم د لا پراختیا او ترویج، له ځنګلونو او طبیعی زېرمو څخه د اغېزمنې استفادې او د هېواد د اراضۍ د تنظیم په برخو کې له ترکیې سره د همکارۍ او ګډ کار غوښتنه کړې.

په همدې حال کې د ترکیې سفیر د افغان بزګرانو لپاره د سبو د کرکیلې، اوبولګولو، سرې ورکولو او د کرنیزو محصولاتو د قرنطین په برخو کې د روزنیزو پروګرامونو برابرولو ډاډ ورکړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.