کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې نن او سبا د هېواد په ۱۸ ولایاتو کې د شدیدو اورښتونو وړاندوینه کړې ده.
د خبر پر بنسټ دغه ولایتونه بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بامیان، کابل، لوګر، میدان وردګ، غزنی، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه ښودل شوی، چې په کې د تېز باران، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
همدارنګه په شمالی، لویدیځو، سویلی، ختیځو او مرکزی ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د توپانونو وړاندوینه شوې، چې چټکتیا یې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلو مترو پورې ښودل شوې ده.
د اورښتونو دا اټکل په داسې مهال کیږی، چې د راپورونو له مخې د تېرې یوې شپې – ورځې پرمهال بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند بایللی او خلکو ته یې ګڼ مالی زیانونه اړولی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ