کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو ویلی، چې د واخان دهلیز لومړنۍ رغنیزې چارې بشپړې شوې.
د خبر پر بنسټ، د دغې لارې د جوړولو چارې چې بدخشان ولایت د چین له یارکند سیمې سره نښلوی د ۵۰ کیلومتر په اوږدوالی سره پروسږکال د کوچنی پامیر له بزای ګُنبد سیمې پیل شوی.
اوس له یوه کاله وروسته د دغه سړک د جوړولو چارې د چین او افغانستان ترمنځ د ګډې پولې صفری نقطې ته رسېدلې دی.
د کلیو،.بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې د واخان سړک جوړول له چین سره د افغانستان د اقتصادی اړیکو د پراختیا لپاره مهم دی.
واخان دهلېز له بدخشانه د چین تر یارکند سیمې نږدې ۵۰۰ کیلومتره اوږدوالی لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ