کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت اقتصادی مرستیال په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون نوبتی غونډه کې د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۳۱ پروژو قراردادونه منظور او د اوو نورو تعدیل کړل.
اقتصادی معاونیت ویلی، په منظور او تعدیل شویو پروژو کې د بادغیس ابګردان ذخیروی بند د پاتې چارو بشپړول، د نغلو برېښنا د تولیدی کارخونې د یوه توربین بیارغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا اړوند وسایلو چمتو کول، هېوادوالو ته د باکېفیته او چټکو مخابراتی او انټرنیټی خدمتونو وړاندې کول، د هېواد په بېلابېلو ګمرکونو کې د خدماتو وړاندې کول، د بادغیس په قلعه نو ښار کې د اوبو رسولو لویې شبکې بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دی، چې د افغان حکومت له لوری تمویلیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ