کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تر چین او متحده عربی اماراتو وروسته قزاقستان هم محمدالرحمن رحمانی د افغانستان د شارژدافیر په توګه په رسمی ډول ومانه.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی، په همدې تړاو ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ډیپلوماټیکې استازولۍ مشر دغه باور لیک منلی دی.
یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، دې ناسته کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علی بېک باکایف ویلی، د افغانستان د سفیر په توګه د رحمانی منلو څخه موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصادی او بشر پالنې برخه کې د همکاریو پراختیا ده.
علیبیک باکایف ویلی، هېواد یې له نړېوالی ټولنې سره د افغانستان اړیکو په برخه د ستونزو د حل هڅه کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ