کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نژادی تبعیض د لمنځه وړلو په اړه د ملګروملتونو کمېټې د پاکستان لخوا د افغان کډوالو د ډله ییزې وېستنې په اړه د خپلو څېړنو پایلې خپرې کړې.
د خبر پر بنسټ دې کمېټې د افغانانو جبری او ډله ییزه وېستنه ټکان ورکوونکې بللې او په دې اړه یې جدی اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دې کمیټې مشر مایکل بالسرزاک ویلی، د تېر کال راهیسې چې پاکستان د افغان کډوالو ډله ییزه وېستنه پیل کړه، تر دا مهاله یې اووه لکه افغان کډوال په جبر له پاکستانه وېستلی دی.
د نژادی تبعیض د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو کمېټې مشر زیاته کړې، چې پاکستان باید د زیانګالو افغانانو په تړاو جلا څېړنې وکړی، څو ځینې دا افغانان لکه بې سرپرسته ماشومان د قاچاق او ناوړه استفادې له خطرونو بچ پاتې شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ