کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر نړیوالو رسنیو د بنګلدېش د طبیعی پېښو سره د مبارزې او ژغورنې ادارې له قوله ویلی، چې د یاد هېواد په ختیځ کې د سختو ورښتنو له امله رامنځته شویو سېلابونو شاوخوا ۴.۵ میلیونه خلک زیانمن کړی.
د خبر پر بنسټ دغو سېلابونو د یاد هېواد د ۶۰ ولسوالیو له ډلې ۱۱ ولسوالۍ ځپلی او تر دې مهاله د ۱۳ کسانو د مړینی راپور هم ورکړل شوی.
د شاوخوا ۱۷۰ میلیونه وګړو لرونکی دغه هېواد تېرو څو لسیزو کې ګڼ شمېر دغه ډول سېلابونو ځپلی او زیانونه یې ورته اړولی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ