عمران خان افغانستان ته د بشری ځواک د رالېږلو غوښتنه کړې

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومی ۲۵مه) د پاکستان لومړی وزیر عمران خان افغانستان کې د بشری کړکېچ د مخنیوی په موخه د خپل هېواد له چارواکو غوښتی چې بشری ځواک را ولېږی.
عمران خان دغه غوښتنه د خپل هېواد لوړپوړو چارواکو او وزیرانو کمېټې (اپکس) په درېیمه غونډه کې کړې ده.
هغه د خپل هېواد چارواکو ته ویلی چې افغانستان ته روغتیایی، مخابراتو او د بانکدارۍ برخو متخصصین ولېږی، څو د ده په وینا د بشری کړکېچ مخه ونیول شی.
نوموړی په دې غونډه کې افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو غوښتنه هم ستایلې ده. هغه زیاته کړې چې د اړتیا پر مهال به افغانان له یاده و نه باسی.
ملګرو ملتونو همدا څو ورځې وړاندې په افغانستان کې دننه له ۲۲ میلیونه کسانو او دغه راز له هغو ۵.۷ میلیونه افغانانو سره چې په کوردننه بې ځایه شوی او یا پنځو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوی، د بشری مرستو لپاره د ۵ میلیارد ډالره مرسته غوښتې وه.
عمران خان داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې افغان لوری تر دې دمه له هېڅ هېواد په رسمی توګه د کار کوونکو د رالېږلو غوښتنه نه ده کړې، خو ټولنیزو رسنیو کې کاروونکی وایی چې پاکستان په دې توګه دلته د نفوذ پراخولو په لټه کې دی.
د افغان مخکینی حکومت پرځېدو سره په زرګونه افغانان له افغانستانه بهر شول، چې په دې کې د بېلابېلو برخو متخصصین او مسلکی کادرونه هم شامل وو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.