غزه کې د اسراییلی اشغالګرو په بېګانی برید کې له ۳۳ تنو ډېر کسان شهیدان شول

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۴  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزې روغتیایی چارواکو خبر ورکړی، چې تېره شپه د اسراییلی اشغالګرو په تازه بریدونو کې له ۳۰ زیات بې دفاع فلسطینی وګړی شهیدان شوی دی.

د النصر روغتون د چارواکو په وینا، شهیدانو کې د دوو ماشومانو په ګډون د هغې کورنۍ ۱۱ غړی هم شامل دی، چې کور یې په خان یونس سیمه کې په هوایی حمله کې په نښه شوی و.

النصر روغتون چارواکو زیاته کړې، چې پر خان یونس ښار او شاوخوا سیمو له دریو بریدونو وروسته دوی ته د ۳۳ شهیدانو جسدونه وروړل شوی دی.

د غزې یوه بل روغتون د الاقصی د شهیدانو روغتون هم ویلی، چې د یوه بل برید په نتیجه کې د دریو کسانو مړی دوی ته رسېدلی دی.

تر دې وړاندې د ۱۶ نورو شهیدانو جسدونه د خان یونس له حماد ناحیې څخه وروسته له هغې ترلاسه شول، چې اسراییلی اشغالګر سرتېری ترې ووتل.

ځایی سرچینو ویلی، چې ۱۰ نور شهیدان د ښار له لوېدیځ او دوه نور له جنوبی ښار رفح څخه هم ترلاسه شوی دی.

د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا د اسراییلی اشغالګرو د روانو بریدونو له امله تر دا مهاله ۴۰ زرو څخه ډېر بې دفاع فلسطینی وګړی شهیدان شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.