حـ ـزب الله غـ ـورځنګ تازه پر اسراییلو ۳۲۰ توغندی او ډرون توغولی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۴  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې لـ ـبنان حـ ـزب الله له لوری د اسراییلو پر اشغالی سیمو تـ.ـوغندیز او ډرون بریدونه کړی.

د لـ ـبنان حـ ـزب الله غـ ـورځنګ بیا ویلی، چې د اشغالی فلسطین شمالی سیمو کې یې د دښـ ـمن ګڼې پوستې او نظامی مرکزونه په پراخه کچه په توغندیو او ډرونونو په نښه شوی دی.

د حـ ـزب الله په وینا چې دغه عملیات به وخت ونیسی چې وروسته به یې په اړه تفصیلی معلومات ورکړی.

له دې سره اشغالګر اسراییلی پوځ هم منلې، چې نږدې یو ساعت وړاندې اسراییلی لوری ته ۳۲۰ توغندی او ډرون توغول شوی دی.

حـ ـزب الله همدا راز ویلی، چې د صهیونیستی رژیم خلاف یې دغه بریدونه د دوی د مخکښ قومندان فواد شکر د وژنې په ځواب کې پیل کړی دی.

یاد غورځنګ زیاته کړې، د عملیاتو لومړی پړاو په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی، چې د دښمن د پوستو او نظامی مرکزونو په نښه کول په کې شامل وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.