د افغانستان فوټبال ۱۷ کلن ټیم په لومړی ځل د مرکزی اسیا اتلولی وګټله

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۴  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان فوټبال ۱۷کلنو ملی لوبډلې ازبکستان ته په ماتې ورکولو سره وکولی شول، چې د مرکزی آسیا د فوټبال د اتلولۍ جام وګټی.

د کافا سیالیو پایلوبه کې د افغان فوټبال لوبډلې لوبغاړی عظیم الدین حاجی زاده یوه ګول د افغانستان فوټبال تاریخ بدل کړ او اتلولی یې د افغانستان په نوم کړه.

افغان ۱۷ کلنو ملی لوبډلې وړاندې تر دې د کافا سیالیو کې تاجکستان، قرغزستان ته هم ماتې ورکړې وې.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دا لومړی ځل دی، چې د هېواد د ۱۷کلنو ملی لوبډله وتوانېدله چې د مرکزی اسیا د فوټبال د اتلولۍ جام د افغانستان لپاره وګټی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.