دولتی پوهنتونونو کې تېر کال ۱۳ نوی پوهنځی رامنځته شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۴  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د لوړو زده کړو وزیر د یو کلونو لاسته راوړنو پروګرام کې ویلی، په دولتی پوهنتونونو کې د دوکتورا ۱۱، د ماسټرۍ ۱۶ پروګرامونه، ۱۳ نوی پوهنځی او په خصوصی پوهنتونونو کې د ماسټرۍ ۱۰ پروګرامونو رامنځته کول یې له مهمو لاسته راوړنو دی.

د لوړو زده کړو وزیر ویلی، د هېواد د تحصیلی سکتور پیاوړتیا په موخه، ۶۴۰ علمی کادرونه د ازادې سیالۍ له لارې جذب او ۱۳ سوه ۱۷ کارکوونکی په اداری، مسلکی او تخصصی بستونو کې په دندو ګمارل شوی دی.

د ده په خبره تېر کال یې ۲۲۱۲ تنه محصلین چې له هېواد څخه بهر په لوړو زده کړو بوخت وو، بېرته افغانستان ته راستانه او اسناد یې ارزول شوی دی.

لوړو زده کړو وزیر زیاته کړې، اوسمهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹ زره او ۹۹۱ تنه محصلین په زده کړو بوخت دی، چې تېر کال کې ۵۱ زره او ۹۵۰ تنه محصلین فارغ شوی دی.

نوموړی همدا راز ویلی، د دینی او ملی ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، ۱۳۱ تحصیلی نصابونه اصلاح او د منظورۍ په موخه ذیصلاح مراجعو ته استول شوی، چې یادو نصابونو کې ۸۹ د لېسانس، ۳۵ د ماسټرۍ او ۷ د دوکتورا سویې نصابونه شامل دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.