کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق “یونېسف” ویلی، اروپایی ټولنه به افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې او د زده کړو لپاره د زمینې برابرولو په موخه ۱۳ میلیونه یورو اضافی مرسته وکړی.
یونیسف زیاته کړې، چې له دغو مرستو به څه باندې ۷۸ زره ماشومان ګټه واخلی.
یادې ادارې ویلی، د اروپایی ټولنې په مرسته به ۶۲ زره طبی خوراکی صندوقونه چمتو کړی او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې لپاره به ۱۶۰۰ روغتیایی کارکوونکی وروزی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وایی، په دې مرستو سره به په ۲۷۵ درسی ټولګیو کې د زده کړو کېفیت ښه شی او له مخې به یې ۹۵۰۰ ماشومان چې ۶۱ سلنه یې نجونې دی، لومړنیو زده کړو ته لاسرسی پیدا کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ