کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رییس الوزرا سیاسی مرستیال ویلی، قطر د سرپرست حکومت په بهرنی سیاست کې ځانګړی ځای لری او کابل له دوحې سره په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته لېوال دی.
سیاسی مرستیال دغه څرګندونې په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار مردف القاشوطی سره په کتنه کې کړی او د افغانستان په اړه یې د قطری چارواکو په همکارۍ دوحه کې د راتلونکې غونډې ستاینه هم کړې ده.
د کتنې پر مهال کابل کې د قطر سفارت سلاکار ویلی، چې قطر هڅه کوی د کابل او دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړی او په بانکی برخه کې د افغان ځوانانو د ظرفیت د لوړولو په موخه لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه برابر کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ