کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د اقتصادی بریا او پرمختګ په نوم د کورنیو تولیداتو، کرنیزو محصولاتو او د ښځو د لاسی صنایعو نندارتون پای ته ورسېد.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې ویلی، په تېرو څلورو ورځو کې، کابو ۱۰۰ زره کسانو د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې له تولیداتو او حصولاتو لیدنه کړې ده.
د دغې خونې لومړی مرستیال سخی احمد پیمان ویلی، که د سرپرست حکومت مسوولین له صنعتګرو ملاتړ وکړی، هېوادوال هم له داخلی تولیداتو او محصولاتو استفاده وکړی او همداراز تولیدونکی هم ښه محصولات بازارونو ته وړاندې کړی، نو یو شمېر خلکو ته به د کاری زمینو له برابرېدو سربېره افغانستان په اقتصادی برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړی.
بل لور د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هېوادوالو غوښتی، چې د هېواد اقتصادی ودې لپاره له کورنیو تولیداتو استفاده وکړی.
له دې سره سم د کرنې او مالدارۍ او همداراز د کسبګرو خونو مسوولین هم له داخلی تولیداتو ملاتړ د افغانستان پر ځان بسیاینې لپاره یوازېنۍ لار ګڼی.
دوی د داخلی تولیداتو او محصولاتو د معرفۍ او ورته د بازار موندنې لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل اغېزناک ګڼی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ