بلوڅ بېلتون غوښتونکی په شویو عملیاتو کې له سلو ډېر پاکستانی سرتیری وژلی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۶  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتونکې ډلې ویلی، چې د هیروف په نوم د پاکستان د پوځ پر یوه اډه باندې شوی عملیات یې له شلو ساعتونو وروسته پای ته ورسول.

دغه بریدونه د بلوچستان ایالت په ګڼو سیمو کې هم مهاله شوی، چې په ترڅ کې یې د پاکستانی ځواکونو لسګونه تنه وژل شوی دی.

پاکستانی چارواکو ویلی، چې دغه بریدونه پر رېل پټلیو، سټېشنونو، موټرو او لویو لارو شوی، چې په کې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوی دی، خو بل لور بیا د پاکستان پوځ د خپلو ۱۴ سرتېرو وژل کېدل تایید کړی دی.

دا بریدونه په وروستیو کلونو کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو تر ټولو پراخ ګڼل شوی دی.

بلوڅ بېلتون پالو ویلی، عملیاتو کې یې د پاکستان د پوځ (بیلا) کمپ ونیوه او هلته یې ۶۲ پوځیان ووژل.

دوی همداراز ادعا کړې چې د لارو په بندولو او نورو بریدونو کې یې د پاکستان ۱۳۰ تنه امنیتی ځواکونه وژلی او لسګونه نور یې ټپیان کړی دی.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ چې د بلوچستان بیلولو لپاره له ډېرو کلونو راهیسی د پاکستان د پوځ پر ضد جنګیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.