پاکستان د حکومت او قومونو ترمنځ فاصله په تېرو څو لسیزو کې په پرلپسې ډول زیاته شوې ده، د پاکستانی حکومت له خوا د مېشتو قومونو مشروع غوښتنو ته نه پاملرنه او د هغوی د حقونو ته نه پاملرنه د دې کشالې سرچینه ده. دغه راز د شته قومونو ترمنځ هم نارضایتی او نا خوښی زیاته شوې ده.
بلوڅ پر سندهی او پښتون پر پنجابی بې باوره شوی دی او په ټوله کې د حکومت او قومونو ترمنځ واټن او بیا په خپله د قومونو ترمنځ دا فاصله د داخلی اختلافاتو او بېلتون پالو تحریکونو د زیاتوالی او پیاوړتیا سبب شوې ده.
پاکستان کې دغه روان وضعیت د هغې اوږدې او ژورې ستونزې څرګندونه کوی، چې له اوږدې مودې راهیسې په سیاسی او ټولنیزو جوړښتونو کې د پاکستانی حکومت د چارواکو له خوا رامنځته شوې ده، هلته د مېشتو پښتنو لویې برخې له وسله والو بېلتون پالو سره خواخوږی لری او د ملک د واګو ترلاسه کولو لپاره وسله واله مبارزه کوی. په پلازمېنې او نورو مهمو ښارونو کې نور زرګونه پښتانه د پښتون ژغورنې غورځنګ یا PTM په نوم سیاسی مبارزه کوی او دغه دواړه لوی تحریکونه او یو شمېر سیاسی شنونکی په سرحد او بلوچستان ایالتونو او پښتون مېشتو سیمو کې د ټولو ترهګریو تر شاه د همدې پاکستانی واکدارانو لاسونه ګڼی او تل دا شعار زمزمه کوی چې وایی: د دې دهشتګردۍ او تروریزم تر شاه دپوځی یونیفوورم اغوستونکو( پوځ) لاس دی.
بلوڅانو بیا په زغرده د خپلې سیمې د خپلواکۍ لپاره نظامی پاڅون پیل کړی، د اسلام آباد چارواکو ته اجازه نه ورکوی چې د دوی پر خاوره یې قدم کېږدی، د رسنیزو راپورونو له مخې په یوه تازه اقدام کې په بلوچستان کې په یو لړ بریدونو کې ۳۹ پاکستانی پوځیان وژل شوی دی چې د پنجاب ایالت پر لور روان وو او اټکل کېږی چې د ( پنجاب) اوسېدونکی به وو.
دا پداسې حال کې ده چې پدې شپو ورځو کې د بلوڅانو زرګونه نور کسان په سیاسی برخه کې د یوې مېرمنې په مشرۍ په اسلام آباد او نورو مهمو ښارونو کې احتجاجونه او پرلتونه کوی، څو د پاکستان پر حکومت سیاسی فشار زیات کړی، بل خوا د سند ایالت اوسېدونکی هم له خپلو حقه حقونو بې برخې ساتل شوی او د پنجاب وګړی بیا فکر کوی چې له هڅو او زیارونو یې نور خلک ګټې پورته کوی.
دا پداسې حال کې ده چې هلته د قدرت او واک پر سر نور سیاسی کشمکشونه هم زیات شوی او ورځ تر بلې لا نور زیاتیږی. په داسې حال کې چې د دې هېواد اقتصاد ورځ تر بلې د ځوړ او خرابېدو خواته په سرعت روان دی او د دې ټولو سره سره پر ولسونو د ټکسونو فشار او د بیو ګرانی هم په اوج کې ده.
دې مسایلو نه یوازې د پاکستان داخلی امنیت ته ستر ګواښ پیدا کړی؛ بلکې د پاکستان د سیاسی ثبات او آن جغرافیایی جوړښت په تړاو یې هم ژورې اندېښنې راپورته کړې دی چې دا حالت په تېرو نژدی څلورو لسیزو کې پدې ملک کې سابقه نه لری، خو ورسره د خپلو قومی ستونزو د حل پر ځای، هلته د پنجاب مرکزیت په داسې حال کې لا ټینګ شوی چې د بلوڅ، پښتون او سندهی قومونو مشروع غوښتنې او اندېښنې نالیدلی ګڼل شوې دی.
دغه داخلی ناورین نه یوازې قومی اختلافات ژور کړی؛ بلکې د بېلتون پالو تحریکونو د رامنځته کېدو سبب هم شوی دی، چې اوس یې د دغه هېواد یووالی له ستر ګواښ سره مخ کړی، بل اړخ ته په نړیواله کچه پاکستان د خپل دوه مخی سیاست له لارې د باور وړ یوه هېواد په توګه خپل اعتبار له لاسه ورکړی. له یوې خوا یې د سیمې له هېوادونو سره د سولې او همکارۍ ناره اوچته کړې، خو په بل اړخ کې یې د ترهګرۍ ملاتړ او د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه تر سره کړې.
د دې ناسمې تګلارې له امله پاکستان له خپلو ګاونډیو په ځانګړی ډول له افغانستان او هند سره په ترینګلو اړیکو کې ګیر دی. دې چارې په نړیوال ډګر کې د پاکستان منزوی کېدو ته لا زیاته زمینه برابره کړې، نړیواله ټولنه اوس د دې هېواد پر دوه مخی سیاست او په سیمه کې د دوی پر ورانکارو هڅو ښه پوهه شوې ده او د دوی دغه ناسم سیاست په کور د ننه هم د قومونو ترمنځ تجزیې او جدایۍ ته لاره هواره کړې او له پاکستانه بهر یې د سیمې په کچه یې هم ناورین لا پسې زیات کړی دی.
دې ټولو ته په پاملرنې سره که چېرې پاکستان د خپل هېواد دننه د قومونو ترمنځ د عدالت او یووالی د رامنځته کولو او د سیمې او ګاونډ له هېوادو سره د سوله ییزو او مثبتو اړیکو په ټینګښت کې رښتینې اراده ونه کړی، نو نه یوازې به یې د تجزیې خطر زیات شی؛ بلکې د نړیوالې ټولنې له خوا به هم لا نور منزوی شی. “والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ