کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دفاع وزارت په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو په تړاو د امریکا سفارت د وروستیو خپرو شویو څرګندونو په تړاو توند غبرګون ښودلی.
یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.
په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوی، چې د ملی دفاع وزارت په ښکاره ویلی، چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لری.
د ملی دفاع وزارت په اعلامیه کې د ازبکستان له حکومت څخه هم غوښتنه شوې، چې په دې برخه کې له هر ډول راکړې – ورکړې ډډه وکړی، د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره عاقلانه تصمیم ونیسی او د افغانستان د هوایی ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاری وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ