کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلی، چې د دغه وزارت سرپرست د اسلامی همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۰مه غونډه کې د ګډون په موخه د کامېرون جمهوریت پلازمېنې یاوندې ته رسمی سفر وکړ.
د خبر پر بنسټ سرپرست وزیر به په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې د اګسټ پر ۲۹مه او ۳۰مه ترسره کیږی، د ګډون ترڅنګ د کوربه هېواد او د اسلامی همکاریو سازمان د ځینو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ