افغان حکومت له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو پر حل خبرې کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۸  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په پاکستان کې د افغانستان سفارت د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

یاد سفارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، دا مهال پر یاده لار د تازه مېوو او سبزیو بار د افغان سوداګرو څه کم ۲ زره بار وړونکی موټر درول شوی، چې په خبره یې، افغان سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان رسیږی.

د یاد سفارت په خبره، له هغې وروسته چې تورخم دروازه څو وار د تازه مېوو او سبزیو په موسم کې د افغان سوداګرو پر وړاندې بنده او خلاصه شوه، اوس یو ځل بیا د پېښور – تورخم لار له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د خېبر درې جمرود سړک په بګیاری سیمه کې د ځینو محدودو خلکو له لوری تړل شوې ده.

د سفارت په خبره دوی به د همدې ستونزې د حل په موخه له پاکستانی لوری سره په ګډه یوه حل لار پیدا کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.