ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومی ۲۶مه) د اسلامی امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی ویلی، قوماندان مخدوم عالم د “اختطاف او انسان تښتونې” په تور نیولی او اوس یې موضوع تر څېړنې لاندې ده.
سمنګانی زیاته کړه، عالم مخدوم د اسلامی امارت د استخباراتو له خوا نیول شوی و چې اوس کابل ته لېږدول شوی دی.
په فاریاب کې د دې اوزبک قومندان نیول کېدو پراخ لاریونونه راوپارول. حکومتی چارواکی وایی چې اوس هم په بند کې دی او په فاریاب کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
انعام الله سمنګانی په فاریاب کې د طالبانو د قومندان د نیولو په اړه د هغه د پلویانو د غبرګون په اړه وویل، “په افغانستان کې هر ډول قضیې ته قومی رنګ ورکول کېږی. نیول یې د هغه له قوم سره هېڅ تړاو نه لری”.
سمګانی ویلی، استخباراتو یې داسې شواهد موندلی چې مخدوم عالم په انسان تښتونه او د فاریاب په نا کراریو کې لاس درلود.
نوموړی وویل، “د اسلامی امارت حق لری څو له هغو کسانو پوښتنې وکړی چې پر ضد یې شواهد موجود وی”.
د ښاغلی سمنګانی په وینا مخدوم عالم دوه ورځې وړاندې د استخباراتو له خوا بلخ ته غوښتل شوی و او په خپله هلته د پوښتنو لپاره حاضر شوی و.
گهیځ