کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اذربایجان د لومړی وزیر مرستیال د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د پرانېستی مراسمو څنډه کې د افغانستان د افغان حکومت له اقتصادی مرستیال سره کتنه کې ویلی، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان او سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله کړی.
د اذربایجان د لومړی وزیر مرستیال ویلی، افغانستان سره سوداګرۍ برخه کې د خپلو صادراتو او وارداتو کچې لوړولو ترڅنګ افغانستان کې د صنعتی کارخونو جوړولو برخه کې هم پانګونه کوی.
بل لور دې کتنه کې اقتصادی مرستیال ویلی، سرپرست حکومت افغانستان کې د اذربایجان هېواد د پانګونې بشپړ ملاتړ کوی او په دې برخه کې ورته د ټولو اړینو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه کوی.
د لاجوردو تاریخی لار افغانستان له اذربایجان، ګرجستان، ترکیې او اروپایی هېوادونو سره نښلوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ